|

HOME KABULZAMIN
PHOTO
GUESTBOOK
COTACT

شعرهای
پشتو

یاغي خوبونه
چې دې وګورمه سترګې لیوني خوبونه وینم
چې دې زلفو بوی دې راشی غرڅني خوبونه وینم
د غربت په ترږمو کې د تیارې بلا
اوریږي
چې بریښنا دې دې غاښو شي توفاني خوبونه وینم
ستا د کلي په کوڅوکې که ځای نه شوه زما
مېنه
د جنون په ځنځیرو کې ساراني خوبونه
وینم
نن په داسې اور ولاړ دی چې قدم د سبا
سوځي
د لمبو کلي ته ګورم ،پروني
خوبونه وینم
د زمان د لوبو پای ته ، د نظر سر
نه رسیږي
دې ملنډو ته ژړا کې ، خندني
خوبونه وینم
مات تندي ته د تقدیر مې نا هیلیو
ماته ورکړه
د یو ووړ امید له تورې میړنی
خوبونه وینم
د زمري دسترګو کنج کې لا د اوښکو څاڅکي ښکاري
ددې ستورو له ځلا نه ، څه یاغي
خوبونه وینم
This Site lanched On
09-12-2006

|