HOME     KABULZAMIN      PHOTO   GUESTBOOK     COTACT

 

خوشحال خان خټک

 

   

 

 

 

 

 

 

 

نړۍ خپل لمنه کې ډیر داسې کسان هم روزلی چې د هغوی لپاره د مرګ کلمه په خوله اخیستل بې خونده بریښي.  ښایي عمده سبب یې همدا وي چې ډیری وختونه مرګ د «خاتمی یا پای» د کلماتو سره په مترادفه توګه کارول شوی.  حال دا چې دا ډول کسان او شخصیتونه ځان ته داسې جهانګیر خصلت غوره کوي چې رژیدل نه لری او ځای یې د تل لپاره د بشریت په تاریخ کې خوندي دې.  هغوی  د زړونو څخه زړونو ته او همدا رنګه  زړه په زړه لار باسي  او د وخت په څپو کې ځان ته ځاله جوړوي او ګڼو نسلونو سره د پیړیو مزلونه وهي.  زموږ د هیواد تاریخ هم داسې ډیری ویاړجنی خاطرې خپل په سینه کې لري او ګڼ شمیر داسې شازلمیان یې په خپله غیږه کې روزلی چې (بی له شکه) نه یوازی زموږ د خلکو بلکه د بشریت تاریخ پری ځلانده دی.

      دلته زموږ د پام ستنه د خوشحال په لور ده.  هو! هماغه د خټګو خان، چې هم د توری او هم د قلم خاوند دی.  ده تقریباُ څلور سوه کاله د مخه د آزادی ډیوه په خلکو باندی ګرځوله او د انسان د آزاد ژوند د اهمیت، اړتیا او ښکلا په هکله یې خپل په چغو ویدی غوټۍ له خوبه راپاځولی. 

     خوشحال خان خټک زموږ د هیواد د تاریخ  د چرخشی او پیڅلو پړاوونو هغه شاعر  او سیاسي شخصیت  دی چې د «جنګ»، «ننګ» او «فرهنګ» په ډګر کې یې له ځانه بی ساری مړنتوب ښوؤلی. 

     «د وطن پیغام» ویبپانه به تل په همدا هڅه کې وي چې د همدی ډول کسانو د پیژندګلوی لړۍ جاری وساتی او خپل د وسی سره سم زموږ د ګران هیواد افغانستان د معنوی خزانو غمي رابرسیره کړي او د ګرانو لوستونکو، علاقمندانو او علمی څیړونکو په خدمت کې وګماري.

     البته دا هم د یادونی وړ بولم  چې زموږ دا لړۍ به یوازی د افغانستان تر کرښو محدوده نه وی، پدی معنا چې تاسو په ډیره آزادانه توګه کؤلی شئ چې پدی ادبی بهیر کې ګدون وکړئ او خپل شعرونه، ادبی مرکی، څیړنی او داسې نور.... زموږ په پته راواستوئ.

                                          Next page

This Site lanched On  09-12-2006