|

HOME KABULZAMIN
PHOTO
GUESTBOOK
COTACT

فقیر محمد ودان
فريدريشس
دورف
د ۲۰۰۳ دمارچ اوهمه
د مینې بقا
شاعر له شمعې
پوښتي
ولې،
دڅه دپاره،
مئین پنگ سوزوي؟
شمعې
د اوښکو د بهير په ليكو
دا یې را وکښل چه
:
شاعره !
گِرموی
مې
څله
زه د بدن په ويلی
شوي ذری
د عشق محفل تودوم
او،
پتنگان را بولم
خپله سوزم،
محفل ته نور وركوم
نور په ځان نه
پوهیږم
* * *
پتنگ د حال په ژبه
د سوزيدو په درشل
دا یې را وويل چه
:
شاعره !
دا
می
باور وو
او باور می دی
اوس
چه :
د خپلی
مینې د وفا په ثبوت
د
ځان سيزل شرط دي
دادی
چه زه هم سوزم
شاعر !
مئین یې ته هم
شاعره !
ته هم سوزې.
* * *
د پاکې مینې د بقأ
په خاطر
شمعه هم سوزي
پتنگ سوزي
او،
شاعر هم سوزي.
This Site lanched On
09-12-2006

|