HOME     KABULZAMIN      PHOTO   GUESTBOOK     COTACT

 

 

 

   

 

 

 

 
 

احمد شاه بابا

Ahmad Shah BaBa

 

 د احمد شاه بابا له نامه سره سړي ته معمولاْ د پانی پت جنګ، پر هند باندې حملی، د تورو خرپی، او د میړانی رنګارنګ کیسی وریادیږي.  دا خبری دومره ذهن ته راځي چې د ده د شعر ویلو او هنري ژوند برخه ګرد سره د سړي له یاده وځي.  چاته دا نه وریادیږي چې ده دی د دومره جنګونو، سیاسی اصلاحاتو او د افغانستان د بنسټ ایښودو د کارنامو تر څنګ کله شعر هم ویلی وي.  په داسی حال کې چې دی هم د ځینو لویو پاچهانو او سردارانو په څیر د تورې او قوي مټ تر څنګ د ښه قلم او ښی ادبي قریحی خااوند و او ځانته د نورو شاعرانو په څیر یو بشپړ دیوان لري.  ارواښاد عبدالرووف بینوا د افغانستان نومیالی نومی کتاب په دریم ټوک کې د ده په باره کې لیکي چې د شاعرانو او ادب د مینه والو سره یې مجلسونه کول او د شعر و شاعرۍ څخه یې خوند اخیست په تیره یې بیا د پښتو ژبې له ادب سره یې ډیره مینه درلوده او د پښتو ژبې په تاریخ کې د احمد شاه بابا دربار لومړی دربار و جې د پښتو ژبې لومړنی تدریسی کتاب په کې لیکل شوی دی.  احمد شاه بابا خپل زامن هم د پښتنوالی په روح روزل نو ځکه یې د پښتو ژبې خوږ ژبي شاعر پیر محمد کاکړ زوی ته د ښوونکي په توګه ټاکلی و.  او پیر محمد کاکړ د احمد شاه په امر د شهزاده سلیمان له پاره د معرفت الافغانی په نامه د پښتو تدریسی کتاب ولیکه او د هغه له مخې یې شهزاده ته د پښتو زبې یو اړ لاری چارې وروښودی.  بده به نه وي چې اوس په دغه اړ ګې د دغه نومیالي پښتون پاچا د شعر یوه نمونه چې د ډیلي په تخت ناست د وطن په یاد یې ویلې په ګډه سره ولولو:

ستا د عشق له مینو ډک شول ځیګرونه
ستا په لاره کې بایلي ځلمي سرونه 

تاته راشمه زړګی زما فارغ شي
بې له تا مې اندیښنې د زړه مارونه 

که هر څه مې د دنیا ملکونه ډیر شي
زما به هیر نه شي دا ستا ښکلي باغونه 

د ډیلي تخت هیرومه چې را یاد کړم
زما د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه 

د رقیب د ژوند متاع به تار په تار کړم
چې په تورو پښتانه کا ګزارونه

د فرید او د حمید دور به بیا شي
چې زه وکاندم پر هر لوري تاختونه 

که تمامه دنیا یو خوا ته بل خوا یې
زما خوښ دي ستا خالي تش ډګرونه 

احمد شاه به دغه ستا قدر هیر نه کا
که ونیسي د تمام جهان ملکونه 

                                          Next page

This Site lanched On  09-12-2006