HOME     KABULZAMIN      PHOTO   GUESTBOOK     COTACT

 

 

 

   

 

 

 

 
 

احمد شاه بابا

Ahmad Shah BaBa

 

 د شیر سرخ بابا په مزار باندې سپین بیرغ رپیږي او د افغانانو د ملت مشران ترې لاندې راغونډ دي.  یوه خوا او بلی خوا ته آسونه ځغلي، د پښو ګرد یې آسمان ته بورته کیږي، بر شنه آسمان لاندې بورې ځلیږي، مځکه له هیبته ریږدي، د افغانان مشران سره مرکه دي او کشران د خپل کاروان سالار د ټاکل کیدو انتظار باسي.  دا وخت صابر شاه ملنګ په دی حساس وخت کې د افغانانو د ملي مشرانو او سپین ږیرو بر منځ د توپیرونو او جرګو مرکو د پای ته رسولو په مقصد راپاڅیږي او د احمد شاه بابا په پګړۍ د غنمو وږې ټومتي.   هغه ته د پاچاهي مبارکي ورکوي او داسې ورته وایي:

تخت و تاج دی مبارک شه
د پښتون ټبر زلمیه
دا ملت دی پر تا لوړ شي
پر غلیم شوی بریالیه 

ستر واکمن شوې د دی خاورې
رب دی ستر لره زمریه
د ولس په غم شریک شه
ملت ویښ کړه ننګیالیه

 یو ګړۍ غفلت و نه کړې
واک ستا سوله دی پسه
په دردو یې ځان خبر کړه
لاس دی مینځه له هوسه

 نور د هیڅ شي کمي نشته
خو تنها چې تربیه شي
په ملی روح یې ژوندون وي
له تقلیده بیګانه شي

 یو د بل په غم شریک وي
له نفاق څخه ګوښه شي
خپل ځان وپیژني هسې
چې پر ځان باندې تکیه شي 

اوس نو ستا و لاس ته ګوري
ملا دی وتړه احمده
د خپل قام په خدمت پاڅه
مرسته غواړه له احده 

     د صابر شا له دریې وینا څخه وروسته وار د شیر سرخ د جرګې یو بل درانه مشر حاجی جمال خان د بارکزیو د قبیلې سردار ته ورسید، حاجی جمال خان احمد شاه به بیعت ورکړ، د مشرتوب او پاچاهی مبارکی یې ورته وویله هغه ته یې وویل چې نور نو د پښتنو سترګې تاته دی زموږ پر تا باور دی او د خدای په مرسته به پر تا سرلوړي شو.  دا ټاټوبی به ودان شي او زموږ ټولو زړونه په دغه زیري سره ښاد دي.  حاجي جمال خان وروسته داسې وویل:

بست به شي آباد له سره
بیا به جوړې کنډوالی شي
هرې خواته به روانی
د سرو اوښو قافلی شي

په څپو به هلمند راشي
هر طرف ډکې شیلې شي
چې هلمند به په څپو کې
دوی ته کړی زاړه نکلونه

په ورو ورو به یې څرګند کړي
خپل د زړه پټ ارمانونه
شکر شکر خدایه تاته
چې دی مشر راپیداکه

اوس د دی زلمي مل شي
خپله مرسته  ور عطا که


چې دا تیت ولس راټول کړي
له بیلتونه یې جلا که
په یو آواز  راپاڅي
یو له بله سره ملا کا 

له فراه نه تر هریه
له زرنجه تر زابله
ټول ملت په یوه زړه شي
له تخاره تر کابله 

     عبدالرووف بینوا د حاجی جمال خان له وینا وروسته د نور محمد خان علی زی وینا راوړي او هغه احمد شاه ته له مبارکی ویلو سره وایي چې ګوندي ستا په برکت د افغانانو زوړ برم راژوندې شي او ستا د تیرې تورې له بریښه په دښمن باندې لړزه راشي.  نور محمد خان د خپلی اوږدی او احساساتي وینا په ترڅ کې داسې وایي:

که ظاهر یم تر تا مشر
یا له تا مې ډیر ولس دی
که جګړی مې بر لاس لاندې
یا ملت زما په وس دی

خو ډیر زور مې دی په لاس کې
دا قدرت رالره بس دی
مشر توب نه غواړم ځکه
کشرتوب ته مې هوس دی

نه چې پیښ رانه ورانی شي
څه غبرګون به کړم په حثر
یې منلی مې په سترګو
زه یم کشر ته یې مشر 

     عبدالرووف بینوا وروسته د قام د نورو مشرانو لکه محبت خان، نصرالله خاه، موسی خان احساساتي او د افغانی غرور څخه ډکې ویناوی یو پر بل پسې راوړي او د جرګې په پای کې په خپله د لوی احمد شاه بابا وار چې د عمر په لحاظ تر ټولو قومي مشرانو کشر دی رارسیږي.  احمد شاه بابا له یوې خوا د خپل قام د سپین ږیرو د مینې ډکې ویناوی اوري او بلې خواته ګوري چې افغان زلمي په جنګی آسونو سپاره او د تورو ځلا یې د لاهور او پانی پت د وهلو زیری ورکوي.  احمد شاه بابا هم د مینې دغو ډکو صحنو دی ته وهڅاوه چې د افغانانو سپین ږیرو په جرګه کې وردیږي او  خپل قام ته داسې ووایي:

د لوی خدای دا اراده وه
چې زه مشر کړمه ستاسو
له همدغه مرسته غواړم
غوښت مې دی په دواړو لاسو

چې پښتون بیا را ژوندې کړم
لکه و چې هسې بیا سو
ټوله یو لاس یو ولس سو
بیګانه له ملکه باسو

یو د بل په ژبه پوه شو
چې موږ څه یو څه به شونه
د ژوندون لارې دي کومې
موږ به کومې خواته ځونه 

که موږ یو له بله پوه شو
نور کارونه ټول آسان دی
ضروری تر هر څه موږ ته
پیزندل لومړی د ځان دی 

ځان به ویښ کړو هری خواته
هری خواته غلیمان دي
یو پر بل مو سره وژني
وایي دوستان یو دښمنان دي 

زموږ زلمیان وینو کې رغړي
دوی چکچکی کړی خندا کړي
منتظر دي هغه وخت ته
چې به کله موږ تباه کړي 

زه یم ستاسی تاسي زما یاست
په وحدت خدای خوشحالیږي
آ ولس چې لاس یې یو وي
ژر مقصد وته رسیږي 

هم په علم هم په توره
له هیچانه نه پابیږي
که کرهنه ودانی ده
یو د بل په مرسته کیږي 

که پوهنه که عظمت دی
که میړانه شان، شوکت دی
ودانی یا که عزت دی
ثمر هر یو د وحدت دی 

    د ښار نجونی او ښځې چې د پشتنو له دود سره سم یې د پښتنو په دغه جرګه کې برخه نه وه اخیستې، د دی خبر له اوریدلو سره خوشالیږي او د احمد شاه بابا مور زرغونی انا ته د مبارکي لپاره ورځي، زرغونه د دی خبر په اوریدلو له خوشالي په جامو کې نه ځائیږي د خوښۍ اوښکې او موسکا یې سره ګډه ده، د خدای شکر ادا کوي چې داسې زوی یې ورکړی دی چې د ټولو افغانانو ورباندې باور دی او د یوه ملي مشر په توګه یې مخې ته کړی دی.  زرخونه انا خدای ته لاسونه پورته کوي او وایي:

خدای دی وکي چې دوا شي
ما هم دی غوښت دی دپاره
چې خدمت د قام وطن کړي
ځان کړي خوار په دغه لاره 

د نیکونو نوم ژوندې کړي
قام وژغوري له ناتاره
د پښتون جنډی کړي پورته
له خیبره تر خیساره 

زه به هله دی زوی بولم
چې پاشلی ولس غونډ کړي
د زمري زلمو پوځونه
و هر لوری ته ورپنډ کړي 

ستاسی هم پالنه وکړي
ومو ژغوري له خواریه
و پوهنی ته مو مخ شي
شي مخ څټ له ناپوهیه 

هم هر پلار به خبر وی بل
د خپل لور له بیوزلیه
چې د لور غوښې ونه خوري
شي بیزار له خونخواریه 

هر میړه پوه کړي په دی
چې میرمن هم لري حقونه
که میرمن په کور کې نه وي
څه به خوند وي له ژوندونه

This Site lanched On  09-12-2006